خبرونهاقتصادټولنه

کابل: د مرنجان غونډۍ تفریحي پارک د سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر

کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ۱۶ مې ناحيې اړوند د مرنجان غونډۍ تفریحي پارک د سړک جوړونې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا سړک د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري په بنسټیزه توګه د ۴۸۰ مترو په اوږدوالي او ۱۴ مترو په پراخوالي سره د پلو لارو او ګلدانونو په ګډون جوړیږي او د مرنجان غونډۍ به ډېر ژر په یوه غوره تفریحي سیمه بدله شي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې سیمه کې یو جامع جومات، کلینیک، سپورټي لوبغالی، د ماشومانو د لوبو ځای، میلمستون، پارکینګ، څوکۍ، کټارې، زرغونتیا، پلې لارې، د اوبو فوارې او ګلدانونه په نظر کې نیول شوي دي، چې لومړني کارونه یې پیل شوي دي.

کابل ښاروالۍ همدارنګه ویلي، چې د دغه پارک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې ښکلا زیاته او بل خوا به کابل ښاریانو ته د تفریح کولو په موخه آسانتیاوې رامنځته شي.

په پام کې ده چې دغه تاسیسات به د بېلابېلو ادارو او سازمانونو له لوري د خصوصي سکټور په مرسته تر راتلونکي یوه کاله پورې جوړ شي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا