ټولنه

په زابل کې د زیانمنو شویو کورنیو لاس نیوی کېږی

قلات باختر د وري د میاشتې ۴ مه
مدني فعالانو په زابل ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو د لاس نیوي په پار د مرستې خېمه ودروله.
د زابل ولایت مدني فعالان وايي چې یاد اقدام یې د هغو کورنیو د لاس نیوي په پار کړی چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د وروستیو ورښتونو او سیلاوونو له امله زیانمنې شوې دي.
دوی د دغې خېمې په درولو سره په دولت، سوداګرو او شتمنو خلکو غږ وکړ چې د زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له مخې، د زیانمنو شویو کورنیو د لاس نیوي په پار نن د زابل والي رحمت الله یار مل هم دغې خېمې ته ورغی او د خپل معاش یوه اندازه پیسې یې د اړو کسانو د لاس نیوي په پار مدني فعالانو ته ورکړې.
د یادونې وړ ده چې د وروستیو ورښتونو او سیلاوونو له امله یوازې په زابل کې درې زره کورنۍ زیانمنې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته