کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
په هرات ولايت کې د ملي اردو ليکو ته د ځوانانو د جذبولو بهير چټک شوى دى.
دغه ټکى د ملي اردو د جلب او جذب قوماندان محمدنادر عظيمي تعليمي مرکز ته د يوشمېر ځوانانو د استولو په بهيرکې څرګندکړ.
عسکري خدمت ته دغه داوطلب ځوانان د راتلوونکو مياشتو په بهيرکې د تعليمي پروګرامونو ترپوښښ لاندې نيول کيږي.
عظيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په تيرو شلو ورځوکې د هرات ولايت ٦٥ تنه ځوانان تعليمي مرکز ته استول شوي دي چې دغه شمېر ډير زيات زياتوالى ښيي.
دغه راز پنځه سوه تنه نور ځوانان په همدې موده کې د هېواد له مرکز څخه د هرات زون تعليمي مرکز ته معرفي شوي دي او ډير ژربه د دوى تعليمي بهير پيل شي .
0 1 دقیقه لوستل