امنیت

د نوزاد ولسوالۍ د پوهنې مدير د ماين په چاودنه کې شهيدشو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٣ :
دهلمند ولايت  په  لښکرګاه ښار کې  دماين دچاودنې له امله د نوزاد  ولسوالۍ د پوهنې مدير اويو ښوونکى  شهيدان شول.
دهلمنددوالي ويندوى عمر ځواک دباخترآ ژانس خبريال ته وويل :  دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه  چې  د نوزاد ولسوالۍ دپوهنې مدير شاه محمود او يو ښوونکى  له لښکرګاه ښارڅخه دنوزادولسوالۍ ته  روان وو، دسپرلۍ موټريې  په سړک کې په ښخ کړاي شوي ماين وخوت چې له امله يې دنوزاد ولسوالۍ دپوهنې مدير  اويو ښوونکى شهيدان شول.
د هلمند ولايت دپوهنې  رييس عبدالمتين  جعفري د  باخترآژانس خبريال  ته وويل :  په دې پيښه کې دنوزاد ولسوالۍ دپوهنې مدير اودنعمت الله په نامه يو  ښوونکى شهيدان شول.
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  سمونيار فريداحمد هم دغه چاودنه چې په هغه کې دپوهنې دوه تنه کارکوونکي ووژل شول تائيدکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته