خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل: د وزير محمد اکبر خان – قلعه موسی پر سړک د قير اچولو چارې پيل شوې

کابل، د لېندۍ ۲۰ مه، باختر
له وزیرمحمد اکبرخان څخه تر قلعه موسی سيمې پورې پر نوي نښلوونکي سړک د قیر اچونې چارې، نن د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر تر څارنې لاندې پیل شوې.
د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال مسئولانو ته د چارو د کیفیت، دقت او چټکتیا په اړه ځانګړې سپارښتنې وکړې.
یاد سړک ( ۱۰۸۴ ) متره اوږدوالی او ( ۲۰ ) متره پراخوالی لري، چې د لښتیو، استنادي دیوالونو او نورو برخو په ګډون یې چارې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پر مخ وړل کېږي.
د يو بل خبر له مخې؛ د کابل ښاروالۍ د چاپیریال د پاک ساتلو په موخه په يو شمېر ښاريانو باندې له ټوکرو څخه جوړې شوې کڅوړې ووېشلې.
د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري له ټوکرو څخه د جوړو شويو کڅوړو د وېش پرمهال، ښاریانو ته د پلاستیکي کڅوړو د زیانونو په اړه د معلومات ورکولو سربېره ،دوی وهڅول شول څو د توکو اخیستلو پرمهال پلاستیکي کڅوړې ونه کاروي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا