کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
پنځه نوي کيلوګرامه اوومه چرس له څلورو تنو تورنو سره د پروان ولايت دامنيه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت د پوليسو له خوا ونيول شول.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د رسنيو ددفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: له نشه يي توکو سره د مبارزې د مديريت ځواکونو تېره شپه د سيدخيل ولسوالۍ په مربوطاتو کې دعملياتو په ترڅ کې ٩٥ کيلوګرامه اوومه اچرس کشف اوضبط کړل.
خبر ځاى وويل: دغه توکي په يوه سراچه موټرکې چې د٦٧٨٨ هرات شخصي لمبر پليټ لري؛ په مهارت سره د دغه موټر په دروازو او تر څوکيو لاندې ځاى پرځاى شوي وو.
ده زياته کړه: د دغو چرسو د ليږدونې په تور څلور تنه چې د ګلبهار او جبل السراج د ولسواليو اوسيدونکي دي ؛نيول شوي دي.
پيښه تر څيړنې لاندې ده.
0 1 دقیقه لوستل