
کابل، د وري ۱۰مه، باختر
کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې د څارویو د خرڅلاو د ځانګړو دايمي ځايونو د ټاکلو خبر ورکړی دی.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د څارویو د خرڅلاو لپاره د ښار په بېلابېلو زونونو کې د ځانګړو ځایونو د ټاکلو په اړه، د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي څانګو له مسوولانو سره غونډه ترسره کړه .
خبرپاڼه زياتوي، چې په ياده غونډه کې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په نامناسبو ځایونو کې دڅارویو شتون، د ښاري نظم د ګډوډۍ او د چاپیریال د ککړتیا لامل شوی دی.
کابل ښاروال ټينګار وکړ، چې په څلورو زونونو کې د دايمي ځايونو له ټاکلو او د سیمو د تخنيکي اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، بايد د ښار له بېلابېلو سيمو څخه د څارويو د پلورونکو فعاليتونه ژر تر ژره يادو سيمو ته ولیږدول شي.
سرچينې همدارنګه ويلي، چې کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې، د ښار په بېلابېلو زونونوکې د څارویو د خرڅلاو لپاره ځانګړي دایمي ځایونه وټاکي او په هغو ځایونو کې د روغتیا ساتنې آسانتیاوې هم برابرې کړي.
افغانمل