نړۍ

دامريکا په لاس انجلس کې د ډزو له امله درې تنه ووژل شول .

واشنګتن  باختر دتلي پنځه ويشتمه :
  دامريکا دلاس انجلس  ښار په يورستورانت کې د ډزو په بهير کې چې له ناندرو وروسته وشوې څه ناڅه درې تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول .
  باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبرراکړ ددغې مرګانۍ پيښې په اړوند يوتن نيول شوى او پوليس  ديو بل تن په لټه کې دي .
دپوليسو يوه وياند وويل چې دوژل شويو کسانو مړي په هغه کور کې دي چې په لنډ مهال  ډول په يو رستورانت  بدل شوى دى .
  دويست  ادامز ښاروال  چې دغه پيښه په دغه ښار کې رامنځته شوې ده ددغو ډزو  دوحشتناک  بللو په ترڅ کې  هغه يې دبې موردو  وسله والو نښتو بيلګه  وبلله چې رامنځته شوي دي او په ښار او هېواد کې دزياتو کړاونو او دردونو سبب شوي دي
دپوليسو يوه وياند وويل چې د ډزو په وخت کې کابو پنځوس تنه په رستورانت کې و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته