خبرونهاقتصادټولنه

کابل: په تېره یوه میاشت کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونو د فعالیت جوازونه اخیستې دي

کابل، د مرغومي ۱۱مه، باختر

د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضې لیکونکو د فعالیتونو د ارزونې او څارنې آمریت د تېرې لېندۍ میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار د معاملاتو د لارښوونې ۱۹۳ دفترونو څارنه او ارزونه تر سره کړې ده.

د دغې ارزونې په لړ کې د معاملاتو د لارښوونې ۳۸ دفترونه د جواز نه درلودلو، د جواز د نېټې پای ته رسېدلو، جعلي سټو کې معامله او د بېلو ازستازولیو د شتون له کبله مهرلاک او تړل شوي دي.

دغه راز یاد آمریت د مراجعینو ۱۳ شکایتونو ته رسیده ګي کړې او ۵ د معاملاتو د لارښوونې جوازونه یې لغوه کړي دي.

سرچینې همدارنګه په تېره یوه میاشت کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونو ته د اصولي او قانوني پړاوونو تېرولو څخه وروسته د دغه آمریت لخوا د فعالیت اجازه هم ورکړل شوې ده.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا