فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزيردپاکستان له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
دپاکستان داسلامي جمهوريت سفير داطلاعاتو اوفرهنګ  له وزير سره په کتنه کې له افغانستان سره دفرهنګي په تيره بيا رسانه يي همکارۍ دپراختيا غوښتنه وکړه  .
دباختراژانس دخبر له مخې، په کابل کې دپاکستان سفير ابرار حسين نن داطلاعاتو او فرهنګ له وزير عبدالباري جهاني سره په کتنه کې وويل چې هيواد يې له افغانستان سره  دفرهنګي همکاري  په تيره بيا  له دولتي رسنيو سره  دهمکارى  دپياوړتيا او پراختيا  غوښتنه کوي .
دپاکستان سفير وويل  چې ددواړو هيوادونو ترمنځ رامنځته شوې فضا  پياوړتيا ته اړتيا لري او رسنى  په دې بهير کې  اغيزمن رول لري .
ابرار حسين وويل :اسلام اباد چمتو دى چې تحصيلي بورسونه  دافغان دولتي  خبريالانو په واک کې  ورکړي .
ده  ددواړو هيوادونو  دمسئلو  دحل کولو لپاره  دافغان او پاکستان  خبريالانو ترمنځ  خبرې اترې  ګټورې وبللې  او ويې ويل  چې دغه خبرې اترې کولى شي  ددواړو هيوادونو ترمنځ  د بي باوري فضا  له منځه يوسي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې کتنه کې وويل  چې افغانستان له پاکستان سره  هر راز همکاري ته چمتو دى  او دزياترو مسئلو دحل کولو لپاره  ددواړو هيوادونو دخبريالانو ترمنځ  خبرې اترې  ضروري دي .
  دپاکستان سفيرله افغانستان سره دهمکارۍ  دقرارداد  دلاسليک کولو غوښتنه وکړه او دغه راز ددواړو هيوادونو ترمنځ د بي باوري دفضا په له منځه وړلو باندې ټينګار  وکړ .
  په دې کتنه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دغه راز  دافغانستان اتباعو ته  دويزې دورکولو په بهير کې  داسانتياو دبرابرولو غوښتنه وکړه .
  دملي وحدت دحکومت  له جوړيدو وروسته  دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو په نسبي ډول  ښه والي موندلى دى او دپاکستان دسفير د څرګندونو له مخې  دغه فضا پياوړتيا ته اړتيا لري .
په دې کتنه کې  ابرار حسين  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزير ته  بلنه ورکړه  چې پاکستان ته سفر وکړي چې داطلاعاتواوفرهنګ دوزير له خوا ومنل شوه  .
عبدالباري جهاني وويل : چې دى له پاکستاني شاعرانواوليکوالو سره  بلدتيا لري او په يومناسب وخت کې به  دغه هيواد ته سفروکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته