خبرونهاقتصادټولنه

کابل: په خاکجبار ولسوالۍ کې د خاورینو ذخیروي حوضونو او ترسونو ودانیزې چارې په چټکۍ روانې دي

 کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایي چې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د خاورینو ذخیروي حوضونو او ترسونو د جوړولو چارې چټکې شوې دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل سیندیزې حوزې عمومي رییس، د کابل منځنۍ فرعي سینديزې حوزې رییس او ورسره مل تخنیکي پلاوي د کابل د خاکجبار ولسوالۍ د خاورینو ذخیروي حوضونو څخه کتنه وکړه.

د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجنیر حبیب الرحمن د پروژې ودانیزو چارو د غوره پرمخ وړلو او د شته نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره پلي کوونکي شرکت ته لازمې سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا یې ټينګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د خوړو نړیوال سازمان (WFP)په مالی ملاتړ د ۶،۳۸ میلیونو افغانیو په لګښت پلي کېږي، چې له دې سره ۶۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره او د سیمې خلکو د یادې پروژې له پلي کېدو څخه خوښي څرګنده کړې ده.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا