خبرونهنړۍ

حماس د مسجد الاقصی د ازادولو لپاره د مرستې غوښتنه کړې

نړۍ،د وري ٩مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکوي، چې د فلسطین د حماس غورځنګ د نظامي څانګې یو لوړپوړي قومندان محمد الضیف پرون چهار شنبې په یو غږیز ثبت کړي پیغام کې د عربي هېوادونو او د ټولې نړۍ له مسلمانانو غوښتي، چې د فلسطین پر ملاتړ لاریونونو کې ګډون وکړي او د اقصی جومات په ازادۍ کې برخه واخلي.
دغه کلېپ د القسام د رسنیو څانګې له لوري خپور شوی او الضیف په کې د اسلامي نړۍ پر ځوانانو غږ کړی، چې د الاقصی جومات د ازادولو په برخه کې یې باید سرحدونه او نور محدودیتونه خنډ نه شي.
نوموړي په ټینګار سره له مسلمانانو غوښتي، چې د مسجد الاقصی د ازادولو لپاره د دغه مسجد پر لور لاریونونه وکړي او یووالی وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته