
کابل، د مرغومي۱۰مه، باختر
امنیتي مسوولینو د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د غلا په تور د ۴ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د کابل د امنیې قومندانې د خبرپاڼې له مخې نیول شویو کسانو له کابل ښار څخه یو موټر تښتولی وو، چې د پغمان ولسوالۍ پولیسو ته تر خبرتیا وروسته ونیول شول او موټر یې خپل اصلي خاوند ته وسپارل شو.
د سرچینې په خبره د نیول شویو کسانو دوسيې به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
افغانمل