کابل باختر د سلواغې اوولسمه :
دافغانستان دکرکټ بورد انتخاباتي کميټه د ٢٠١٩ميلادي کال نړيوال جام دانتخاباتي پړاو دسياليو لپاره خپل غړي اعلام کړل .
دافغانستان دکرکټ بورد ادارې باختراژانس ته وويل: دغه ټيم دانتخاباتي پړاو سياليو لپاره په ټولو معيارونو سره ټاکل شوى دى .
په انتخاباتي غړوکې محمد شهزاد محمدي ، جاويد احدي ، احسان الله جنت ، رحمت شاه زرمتي ، اضغر ستانکزي ، نجيب الله ځدران ، سميع الله شينواري ، ناصر جمال ، محمد نبي ، ګلبدين نايب ، راشد خان ، مجيب ځدران ، شرف الدين اشرف ، دولت ځدران او شاهپور ځدران شامل دي .
دانتخاباتي پړاو په سياليو کې لس ټيم چې په دوو ګروپونو کې ويشل شوي دي ګډون کړى او په نتيجه کې دوه ټيمونه د ٢٠١٩ نړيوال جام سياليو ته لاره مومي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل