
کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د کور او ښار جوړولو وزارت د کابل ښار د ۱۹ مې ناحیې، د ده سبز سیمې اړوند په پېروزي ښارګوټي کې د یو دارالایتام جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد دارالایتام په ۱۰ جریبه ځمکه کې د ۹۶ هلکانو او ۹۶ نجونو لپاره جوړېږي، چې د ښوونې او روزنې، مسلکي زده کړو، تفریحي ځایونو او جومات په موخه ورته بېل بېل ځایونه جوړېږي.
دغه دارالایتام د (بشائر) خیریه بنسټ له خوا د یو ترکي (یتیم لر) بنسټ په مالي مرسته جوړېږي، چې افغان یتیمانو ته به زده کړې ورکوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني د یاد دارالایتام د بنسټ ډبرې اېښودو په مهال له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې رغنیزې چارې دې ژر پیل کړي او هغوی ته يې په نورو برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې له ټولو پانګوالو څخه غوښتنه کړې وه، چې د نوي کابل په ښارګوټي کې پانګونه وکړي.
افغانمل