فرهنګ

باختر اژانس د خبريالۍ د ظرفيتونو د لوړولو پروګرام جوړ کړ

-کابل /دوږي ١١مه /باختر :
باختراژانس نن د خبريالۍ د ظرفيتونو د لوړولو پروګرام د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت  د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شيواي شرق په ګډون جوړ کړ.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په دې پروګرام کې  چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت،  د باختراژانس، دولتي ورځپاڼواو د خپرونو د رياست د مسوولينو، خبريالانو اوکارکوونکو په ګډون جوړ شو، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين له باختر اژانس څخه  د دغه پروګرام د جوړولو په خاطر مننه او قدرداني وکړه .
هغه وويل؛   زه وياړم چې د افغانستان خبريالان د بې عدالتى او ډار اچونې پرخلاف د مبارزې په لومړى ليکه کې د خپل خبر، عکس اوليکنې په وړاندې کولو سره ولاړ دي .او دا ډير ستر وياړدى .
د خپرونو د چارو معين د رسانه يي  شهيدانو يادونه وکړه اوزياته يې کړه موږ د افغانستان او د ولسواکۍ د ساتنې په لاره کې سترې قرباني ورکړي دي.
شيواي شرق ټينګاروکړ چې په نږدې راتلونکې کې ټولو همکارانوته د بورسونواو د سير علمي زمينه برابريږي اوپه دې برخه کې  د مصر، د عربي متحده اماراتو،د ايران د اسلامي جمهوريت، تاجکستان ،ازبکستان ، قزاقستان اود ترکيې له سفارتونوسره به  د رسنيو په برخه کې د همکارى تفاهم ليکونه  لاسليک شي .
د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معين څرګنده کړه  چې د ظرفيت جوړول يو ارزښتناک ګام دى او د باختر په اطلاعاتي اژانس او د افغانستان په رسانه يي ټولنه کې ښه ظرفيتونه لېدل کېږي.
هغه وويل: زما ژمنه داده چې انشا الله په روان کال کې څو هېوادونو ته د خبريالانو د سفر زمينه برابره کړم.
وروسته د باختراژانس رييس نجيب الله شينواري د خبريالۍ د ظرفيتونو د لوړولو د پروګرام د جوړولو د هدف په باب  څرګندونې وکړې او ويې ويل: په دې پروګرام کې هلې ځلې شوي دي چې د خبريالانو مسلکي مهارتونه بيا نوي شي .
شينواري ټينګاروکړچې بايدپه رسانه يي کار په تېره بيا د خبر، رپوټ، مرکې اونورو ژانرونو کې مسلکي اصول اوقواعد رعايت شي.
هغه وويل: په دې پروګرام کې د خبر د جوړښت، عکس او د خبرله متن سره د عکس د اړيکو او دغه راز د خبر د ژبې په باب مسلکي معلومات وړاندې کېږي.
وروسته د سينما د حوزې څيړونکى محمد اغا ذکي د عکاسۍ د نويو لارو چارو او د عکاسۍ له کمرې خخه د استفادې او دغه راز د فوتوستوري، فوتورومان او د فوتو ميديا په باب معلومات ورکړل اوڅرګنده يې کړه چې عکاسي ساده کار نه دى اوبايدجدي ونيول شي .
دغه راز د باختراژانس د خبرونو اديتورنجيب الله بيان د خبر د جوړښت، عنوان، ليداو متن او د خبر د اجزاو ترمنځ د اړيکو په باب  معلومات ورکړل
هغه د خبرپه تېره بيا د عنوان، ليداو متن په ليکلو کې يوشمېر نيمګړتياوې بيان کړې او د ژورناليزم د اصولواو قواعدوپه رعايتولو سره  د خبرپه ليکلو کې دقت اوپاملرنه يومهم کار وباله .
د دغه پروګرام په دوام د باختراژانس رييس نجيب الله شينواري د خبر د ژبې په باب څرګندونې وکړې او ټينګار يې وکړچې بايدد خبرونوپه ليکلو کې د ژبې لارښود، اصول اوقواعد په پام کې ونيول شي له دې پرته به مفهوم اومانا بدل شي.
هغه زياته کړه چې د خبر ژبه بايدساده ، عام فهمه اوڅرګنده وي او اوريدونکى اولوستونکى له ستونزې سره مخ نه کړي .
  خ
تم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته