خبرونهټولنهTOP

کابل: په څلورمه ناحیه کې د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د کوڅو رغولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومې ۱۱مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د خدمتونو ادارې(UNOPS) په مالي ملاتړ د کابل ښار د څلورمې ناحیې په ۱۶ م ګذر کې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د کوڅو رغولو چارې د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په یادو مراسمو کې د څلورمې ناحیې رئیس مولوي عبدالرحمن رباني وویل، چې کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د ټولنیزو او ښاري آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې ژمنتیا لري او د ټولګټو پروژو چارې به یو پر بل پسې پلې شي.

نوموړي د دغه پروژې په رغولو کې له ښاریانو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا