خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل: په ۱۱مه ناحیه کې د افغانستان برېښنا شرکت غصب شوی جایداد له غصب څخه خلاص شو

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت مسولینو په پلازمېنه کابل کې له غصب څخه د دغه شرکت د ۱۳۹ متر مربع جایداد د خلاصولو خبر ورکړی دی.

سرچینې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې یاد جایداد د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د سرور کاینات جومات په سیمه کې موقیعیت درلود او له تېرو څو کلونو راهیسې د یوه زورواکي له لوري غصب شوی و.

د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي، چې په دې سره به هره میاشت کابو ۱۵۰ زره افغانۍ ګټه د یاد شرکت په حساب کې ډېره شي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه شرکت خپل ټول غصب شوي جایدادونه بېرته له غصب څخه خلاصوي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا