ټولنه

دمبارکي پيغام .

کابل باختر د تلي يوولسمه :
دنيکمرغه  لوى اختر له امله دمشرانو جرګې دمبارکۍ پيغام .
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار او غړي دنيکمرغه لوى اختر دمبارکو ورځو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي او دده مرستيالانو  ، دملي وحدت دحکومت  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله او دده دمرستيالانو  ، دملي شورا غړو، دسترې محکمې  رييس او غړو ، دکابينې غړو ، دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت جنرالانو اومنسوبينو، دشهيدانو ، معظمو کورنيو اومعلولينو ، ددين عالمانو ، حاجيانو ، ماشومانو ، ځوانانو ، ميندو ، بيځايه شويوکسانو ، مهاجرينواو دافغانستان ټول مومن اومسلمان ملت او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته دزړه له کومې مبارکي وايي او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه هيله کوي چې دنيکمرغه لوى اختر په برکت زموږ  هيواد له سختو امنيتي ، ټولنيزو او اقتصادي بحرانونو  څخه وژغورل شي او افغانستان او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سوله ، ترقي ، عدالت او سوله ئيز ګډ ژوندتامين شي .  دملي شورا دمشرانو جرګه هيله لري چې زموږ سياستوال او خلک په يو موټي توب سره دنوي حکومت تر سيوري لاندې زياتو برياليتوبونو ته ورسيږي او افغانستان دترقۍ او پرمختګ تګلوري ته برابر کړي .دمشرانو جرګه دهيواد له امنيتي ځواکونو څخه په قدردانۍ سره چې تل يې د ډيرو درندو دندو په اجرا کولو سره او آن دخپلو سرنو په قرباني کولو سره يې دخلکو اودملي غونډو او دمجلسونو دامنيت په تامينولو کې يې اتلوالي او وړتيا ښودلې ده غواړي چې ددين اوهيواد دښمنانو ته ددې وخت ورنه کړي چې داختر په ورځو کې  دخلکو خوشحالۍ په غم بدلې کړي.
دغه راز دهيواد له مسوولينو مشرانو او خلکو څخه غواړي چې داختر په ورځو کې دې دډزو او دماشومانو دمصنوعي لوبو او دپټاقيو دکارولو مخه ونيسي چې داختر مراسم په اسلامي  اوملي فرهنګ سره اجرا شي او هيوادوال دارامۍ احساس وکړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته