خبرونهټولنهښوونه او روزنه

کابل ژوبڼ د زده کوونکو او محصلینو د علمي سفر لپاره مناسب ځای دی

کابل، د لړم۲۶مه، باختر

سربېره  له دې چې کابل ژوبڼ ته هره ورځ سلګونه ښاریان د تفریح لپاره ورځي، د ښوونځیو زده کوونکي او د پوهنتونونو محصلان هم د علمي سفر په موخه له دغه ځای څخه لیدنه کوي.

د کابل ژوبڼ اداري کارکوونکي چمتو دي، څو د وحشي ژویو د ژوند په اړه اوسني نسل ته معلومات ورکړي.

د یاد ژوبڼ د مسئولانو له لوري هره ورځ د ښوونځیو زده کوونکو ته د ژویو او الوتونکو د ژوند په اړه معلومات ورکول کېږي.

دوی زده کوونکي ښاري فرهنګ، ښاري اصولو او مقرراتو او د ژوبڼ د ښایسته سیمو ساتلو ته هڅوي، دغه راز د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د عامه پوهاوي مجلې هم د دوی په واک کې ورکوي.

کابل ژوبڼ د کابل ښار یوه په زړه پورې تفریحي سیمه بلل کېږي، چې د لا پیاوړتیا او بیارغونې په موخه یې د ژوبڼ ریاست له لوري د پام وړ فعالیتونه ترسره شوي دي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا