ټولنه

د هرات خلکو افغان ځواکونو ته وينه ورکړه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
د هرات والي او یوشمېر خلکو نن په دغه ولايت کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته وينه ورکړه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د هرات د والي، ښځو، ځوانانو او د مدني او ټولنيزو فعالانو په ګډون د هرات يوشمېر خلکو د نېکمرغه لوى اختر په درشل کې امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د ويني په ورکولو سره، د هغوی ملاتړ وکړ.
د هرات والي سترپاسوال عبدالصبور قانع له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو د ملاتړ په خاطر په قدردانۍ سره، د جمهوريت او د امنيتي ځواکونو په ننګه د هرات د خلکو ملاتړ د قدر وړ وباله.
د دغه پروګرام له لارې ۵۰ زره «سي سي» وينه امنيتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوه.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته