امنیت

يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول شو.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٨
دنشه يي توکو يو قاچاق وړونکى دکابل – جلال آباد په لويه لاره کې له لسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره دپوليسو له خوا ونيول شو.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل :په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکې چې په ماهرانه ډول په يو موټر کې ځاى پرځاى شوي و دامنيتي ځواکونو له خوا دکابل – جلال آباد په لويه لاره کې کشف او ضبط شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ددغو نشه يي توکو دليږدونې موټر چلوونکى نيول شوى او تر پوښتنې لاندې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته