سیاست

د بندیانو خلاصون، د دوه اړخیز باور پر لور ښه ګام

کابل / د وري ۲۵ مه/ باختر د بندیانو خلاصون د هغې موافقې یوه برخه ده چې امریکایانو او طالبانو په دوحه کې لاسلیک کړې ده؛ خو په دې موافقه کې یوه نیمګړتیا دا ده چې افغان حکومت په کې ګډون نه لري، په داسې حال کې چې د بندیانو خلاصون د افغان حکومت له هوکړې او پرېکړې پرته امکان نه لري. له همدې امله د بندیانو د خلاصون بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شو. افغان حکومت د بندیانو د خلاصون لپاره د یو روڼ میکانیزم پر جوړولو ټینګار کوي او د حکومت دغه راز دریځ پر ځای او منطقي دی. له ښه مرغه اوس د بندیانو د خلاصون بهیر پيل شوی دی او دا د دوه اړخیز باور د رامنځ ته کولو او پياوړي کولو پر لورښه ګام دی. د باختر آژانس مفسر د دغه بهیر ارزښت څېړلی دی او لیکي: د بندیانو د خلاصون موضوع لکه څنګه چې ځیني فکر کوي، هومره ساده او آسانه کار نه دی. د بندیانو د خلاصون بهیر ګڼ اړخونه لری، لکه حقوقي، قانوني، سیاسي او بشري. په حقوقي اړخ کې، حق الله او حق العبد راځي، په قانوني اړخ کې د افغانستان د محکمو پرېکړې راځي چې د اساسي قانون او نورو نافذو قوانینو په رڼا کې شوي دي، په سیاسي اړخ کې بیا له طالبانو سره د چلند موضوع مطرح ده او په بشري اړخ کې بیا د بشري خواخوږۍ او همدردۍ احساسات شاملېږي. کله چې د بندیانو د خلاصون موضوع مطرح کېږي، نو دا ټول اړخونه باید په پام کې ونیول شي او د ټولو هغو پوښتنو ځوابونه وموندل شي چې د دغو اړخونو په اړه رامنځ ته کېږي. د دې خبرې مانا دا ده چې باید د بندیانو د خلاصون لپاره یو روڼ میکانیزم جوړ شي او دا بهیر د یو هراړخیز پلان په رڼا کې په داسې توګه تر سره شي چې د دوه اړخیز باور په رامنځ ته کولو او پیاوړي کولو او په ټوله کې تلپاتې سولې ته په رسېدو کې مرسته وکولای شي. تصادفي او سلیقه یي ګامونه په دې برخه کې ګټور او اغېزمن رول لوبولای نه شي. د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو له مخې؛ افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو ٣٠٠ بندیان خوشي کړي دي او طالبانو هم پرون ٢٠ بندیان آزاد کړي دي. د موافقې له مخې باید افغان حکومت پنځه زره بندیان آزاد کړي او طالبان هم زر بندیان. که موږ د آزادو شویو بندیانو شمېر را واخلو او په موافقه کې له راغبرګ شوي شمېر سره یې پرتله کړو، نو څرګنده خبره ده چې توپیر خورا ډېر دی؛ خو دلته ښایي شمېرې دومره مهمې نه وي لکه څومره چې عملي ګامونه او د ارادې ښکاره کول مهم دي. دا ګام که سمبولیک هم وي، د ملاتړ او هرکلي وړ دی. موږ باید دا واقعیت ومنو چې همداسې کوچني کوچني ګامونه کولای شي دغه بهیر ته خوځښت ورکړي. زموږ لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانانو تر منځ د خبرو پیل دی. باید له ټولو هغو لارو کار واخیستل شي چې د خبرو د بهیر له پيل سره مرسته کولای شي. لومړی ګام واخیستل شو، اوس باید نور ګامونه هم واخیستل شي او دا بهیر دوام ومومي. پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته