خبرونهټولنه

کابل ښاروالۍ د لښتيو د اوسپنيزو پوښونو غلو او اخيستونکو ته د سخت چلند خبرداری ورکړ

کابل، د لړم ۲۰ مه، باختر
د کابل ښاروالۍ مسوولين وايي، چې د لښتیو د اوسپنیزو پوښونو او نورو ښاري تاسیساتو غله او هغه څوک چې له غلو څخه یاد پوښونه اخلي مجازات کېږي.
سرچينې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې لیدل کېږي یو شمېر فرصت غوښتونکي د ښار په کچه له لښتیو اوسپنیز پوښونه غلا کوي او بیا یې پلوري.
خپرپاڼه کې زياته شوې، چې کابل ښاروالۍ دا موضوع په جدي توګه څېړي او له ښاریانو او امنیتي ځواکونو هم هیله لري، چې په دې برخه کې ور سره مرسته وکړي.
کابل ښاروالۍ له ټولو ښاريانو څخه هم غوښتنه کړې، چې د یادو اوسپنیزو جالیو او پوښونو د غلا لیدلو پر مهال ژر تر ژره دوی ته خبر ورکړي.
سرچينې خبرداری ورکړی، چې د عامه تاسیساتو د غلا او ویجاړولو سرغړونکي او هغه څوک چې دا پوښونه او تاسیسات اخلي سخته سزا به ورکړل شي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا