کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
په هيواد کې دملي وحدت دحکومت دجوړولو د هرکلي په مناسبت دفوټبال دوستانه سيالۍ نن دپنجشير په ولايت کې پيل شوې .
دغه سيالۍ دپنځو ټيمونو ترمنځ دپنجشير دلوړو زده کړو دموسسې له خوا ددغه ولايت درخې ولسوالۍ داشتک په ورزشي لوبغالى کې پيل شوې .
دپنجشير دلوړو زده کړو دموسسې رييس سيف الله ضيايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ داتحاد بازارک دځوانانو ، رخې ، دشهيد دمرکز او ددغه ولايت دپوليسو دقوماندانۍ دټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي او دوه ورځې به دوام ومومي .
ضيايي وويل چې دغه سيالۍ يې په هيواد کې دملي وحدت دحکومت دجوړيدو په هرکلي پيل کړي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ