سیاست

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مشرتابه د بیان آزادۍ له فعالانو او د رسنیو له استازیو سره مشورتي ناسته وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي ریاست د یو شمېر کورنیو رسنیزو بنسټونو له مسؤولانو، د سولې برخې خبریالانو او له مرکز او ولایتونو څخه له راغلو سینماګرانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د غونډو په تالار کې مشورتي ناسته وکړه او د بیان آزادۍ د ارزښت ساتلو په اړه یې د هغوی نظرونه او لیدلوري واخیست. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې؛ په سر کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتیژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري د سولې په اړه د وزارت د نظر غوښتلو بهیر او د سولې په بهیر کې له بېلابېلو خلکو سره د دوامدارې اړیکې جوړولو په اړه خبرې وکړې. دې وویل په وروستیو کلونو کې د بیان آزادۍ د لاسته‌راوړلو او ساتلو لپاره د افغانستان رسنیزې کورنۍ پراخې قربانۍ ورکړې دي؛ له همدې امله اړینه ده چې رسنۍ اوسمهال د دغو مهمو ارزښتونو په خوندیتابه سره د ولسواکې ټولنې د یو بنسټیز رکن په توګه د بیان آزادۍ د ساتنې پر څرنګوالي تمرکز وکړي او خپل نظرونه او لیدلوري شریک کړي. ګډونوالو د سولې په بهیر کې د بیان آزادۍ د ساتنې په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې. هغوی د یوې ملي لاسته‌راوړنې په توګه د بیان آزادۍ پر ساتنې ټينګار وکړ او د سولې په چارو کې د دولت له وزارته یې وغوښتل چې د بیان آزادۍ د ساتنې او رسنیو د فعالیت موضوع ته دې د سولې مذاکراتو په اجنډا کې لومړیتوب ورکړي. هغوی رسنۍ د سولې غوښتنې لپاره ښه تریبون وباله او ویې ویل اړتیا ده چې د سولې بهیر په ټولو پړاوونو کې له رسنیو سره معلومات شریک شي. ګډونوالو همدا راز د رسنیو د واحد غږ رامنځته کولو لپاره پر رسنیز انسجام ټینګار وکړ. د بیان آزادۍ فعالانو همدا راز د سولې په اړه د رسنیزو بنسټونو، حکومت او ټولو ښکېلو ادارو د پیاوړي دریځ غوره کولو غوښتنه هم وکړه. د بیان آزادۍ له فعالانو سره د مشورتي ناستو دوام، رسنیو ته د ځواب‌وېینې په برخه کې د سولې اړوندو جوړښتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د سولې له مذاکراتو څخه منظمو او دوامداره معلوماتو ته لاسرسی او د بیان آزادۍ له فعالانو سره د اړیکې جوړېدو لپاره د ټاکلي مېکانېزم او پالیسۍ جوړول نور هغه موارد وو چې په ناسته کې د ګډونوالو له‌خوا پرې ټینګار وشو. سینماګرانو هم د سولې له مذاکراتو وروسته د سینما د راتلونکي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، وېره موجوده ده چې د سولې د مذاکراتو په پایله کې به د هېواد سینما زیانمنه شي. هغوی زیاته کړه چې د سولې مذاکراتو په جریان کې دې د افغانستان د خلکو د تصویرونو، غږونو او کیسو چې د فلم او تصویر له لارې خپرېږي د نه پرې کېدو لپاره کار وشي. په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري د مشورتي ناستو پر تداوم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ټول هغه موارد چې په ناسته کې بیان شول له جګپوړو چارواکو سره شریکوي. ناجیې انوري همدا راز وویل چې د ټولنې له بېلابېلو خلکو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مشورتي ناستو یوه مهمه موخه د واحد دريځ رامنځته کېدل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته