سیاستخبرونهټولنه

کابل ښاروالۍ د ښو ښاريآسانتياو پر برابرولو ټينګار وکړ

 کابل، د دزمري١٧ مه، باختر

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد په مشرۍ د کابل ښاروالۍ اداري غونډه د چارو بهير د سمون او ګړندي کولو په موخه جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ناحيو رئيسانو او مسوولينو هم ګډون کړى و، له ملکيتونو اوِ ښاري ساحو څخه د ښې استفادې د پاتي ښاري سيمو د ګذر بندۍ، د ګرځنده پلورونکو د فعاليتونو د تنظيمولو، د ساختماني جواز د صادرولو په طرزالعمل د بيا کتنې، د تنظيفي شرکتونو د فعاليتونو، تر استملاک لاندې ساحو ته د بديل د ورکولو، د پرمختيايي پروګرامونو د اجرا کولو او د نورو مهمو ښاري مسئلو په اړه خبرې اترې وشوې.

دغه راز کابل ښاروال د ښو ښاري آسانتياو په رامنځته کولو او خدمت کولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې د معياري خدمتونو د وړاندې کولو، د قوانينو او مقرراتو د تطبيقولو او د پروګرامونو د اجرا کېدو لپاره زيات کار ته اړتيا ده او لازمه ده چې مسوولين دي له پخوا زيات خدمت ته چمتو و اوسي او صادقانه هلې ځلې وکړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا