سیاست

جمهور رئیس غني: عراق او افغانستان ډېر ګډ وجوهات سره لري

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني ، نن له غرمې مخکې  د عراق د بهرنیو چارو وزارت له معین ښاغلي عمراحمد کریم البرزنجي سره  په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهور رئیس محمداشرف غني وویل، عراق او افغانستان ډېر ګډ وجوهات سره  لري، چې د خوښۍ او غم په شیبو کې یو د بل احساسات ښه درک کولی شي، ځکه افغانستان او عراق د ترهګري له تهدید سره مخ دى او په دې وروستیو کې د ترهګريزو فعالیتونو بڼه هم بدله شوې ده.
جمهور رئیس غني د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د زده کړو او تجربو په شریکولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه ، افغانستان  د سیمې له هېوادونو  او په ځانګړي ډول د عراق له دوو ګاونډیانو ترکیې او ایران سره د لا ښو مناسباتو او پیاوړو اړیکو د لرلو په هڅه کې دی.
د هېواد جمهور رئیس د عراق په خودمختاره سیمه کردستان کې مثبتو بدلونونو او اقتصادي ودې ته په اشارې سره وویل، د ښو مناسباتو، همکاریو او برنامو له لارې په افغانستان او عراق کې  لا زیات بدلون او ښه والی راتللی شي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له جمهور رئیس څخه د مننې پرمهال په دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو ټینګار وکړ او وې ویل، له افغانستان سره د ښو اړیکو او مناسباتو له امله د ریکا کنفرانس ته راغلی دی او زیاته یې کړه، هغوی چې له دین څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي، په کلکه یې باید مخه ونیول شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته