خبرونهټولنه

په لوګر کې ۳۰۰ بې وزلو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د غوایي ۱۷مه، باختر

د لوګر د سرې میاشتې ریاست د ترکیې په همکاری د لوګر په مرکز کې له ۳۰۰ بی وزلو کورنیو سره مرسته وکړه.

د باخترآژانس د خبر له مخې په دغه مرسته کې پر هرې کورنۍ اوړه، دال، نخود، لوبیا، عدس، بوره او دوه کمپلې وېشل شوې دي.

له بلې خوا په افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ استازي محمد رفیع مهمند وویل چې د مرستو د وېش لړۍ به جاري وي او دا مرستې به نورو اړمنو کسانو ته هم ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په برکي برک او څرخ ولسوالیو کې له ۸۰۰ کورنیو سره داسې مرستې هم شوې دي.

اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته