خبرونهټولنهTOP

کابل ښاروالۍ په ارزانه او ټاکل شوې بیه د ډبرو سکرو د پلور ځایونه مشخص کړل

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر

کابل ښاروالۍ د اسلامي امارت له لورې په پلازمېنه کابل کې په ارزانه او ټاکل شوې بیه د ډبرو د سکرو د پلور ځایونه مشخص کړل.

سرچینې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کابل ښاریان کولای شی، له دغو مشخصو ځایونو څخه یو ټن د ډبرو سکاره په ۹ زره افغانۍ وپېري.

په خبرپاڼه کې د ډبرو سکرو د پلورلو لپاره په لومړۍ ناحیه کې سینما بهزاد، په ۲مه ناحیه کې د ټلویزیون غره سړک، په ۳مه ناحیه کې ګذرګاه(نهردرسند)، په ۴مه ناحیه کې افغان خیبر هوټل ته څېرمه د اوسپنې خرڅوونکو سیمه سلیم کاروان ته مخامخ، په ۵ ناحیه کې دېوان بیګي روغتون ترڅنګ، په ۶مه ناحیه کې د جمنازیوم ساحې دننه د امید سبز ښارګوټی، په ۷مه ناحیه کې ایوب خان مېنه، چهلستون، ټنی کوټ، د رېشخور د فامیلیو سیمه او ده مراد خان، په ۸ ناحیه کې رحمن مېنه د ۳ سړک پارک ته نږدې، په ۹ ناحیه کې ژوندون ټلویزیون ته څېرمه یکه توت سیمه او قابل بای کې د کابل ګمرک ته نږدې، په ۱۰مه ناحیه کې د اریا ښارګوټی د یونایټد د تېلو ټانک شاته، د نصوار پای کوم سیمه د برج برق شاته او سرک نو، په ۱۱مه ناحیه کې پنجصد فامیلي د ډاکټر نجرابې د روغتون سړک هدېرې ته څېرمه، په ۱۲مه ناحیه کې ۱۱، ۱۳ او ۱۶ بلاکونو په منځ کې، په ۱۳مه ناحیه کې د سنګر تپه او چونغر چینه، په ۱۴مه ناحیه کې د پغمان بازار د دوره سیمه، په ۱۵مه ناحیه کې د شیخ زاید د روغتون شاته، د هوايي ډګر سړک د برېښنا د سبسټېشن ترڅنګ او د کچالو د پوستې سیمه، په ۱۶مه ناحیه کې د خواجه سبز پوش د غونډې شمال ختیځ ته د سړک ترڅنګ، ۶۰ متره سړک ته څېرمه او د بګراميو منډوي د چکري د تېلو ټانک ختیځ لور ته، په ۱۷مه ناحیه کې د سرای شمالي سیمه حرارتي برېښنا سټېشن ته څېرمه، په ۱۸مه ناحيه کې د حاجي ملک کریم سرای د اتلسمې ناحې د ریاست ودانۍ ته څېرمه د کابل- بګرام عمومي سړک او د ده سبز ولسوالۍ عمومي سړک د قلعه زرین سیمه د پل سنګي دولتي رغتون ترڅنګ، په ۱۹مه ناحیه کې د پلچرخي بازار شاته د ملي دفاع وزارت خالي ځمکه او عزیزي هوتک د تېلو ټانک سیمه د احمدزي سرای، په ۲۰مه ناحیه کې د چهار آسیاب بازار د همراه هوټل ته څېرمه د ډډک سرای او د چهار اسیاب بازار د معتبر سری، په ۲۱مه ناحیه کې د غازي آباد او صافي کوټ سیمه او د لته بند څلوېشت متره سړک د ښاروالۍ پله ته نږدې او په ۲۲مه ناحیه کې د لمر هوټل شاته سیمې د ډبرو سکرو د پلورو لپاره مشخصې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر هغه وروسته په ټاکلې بیه د ډبرو د سکرو د پلورلو پرېکړه وکړه، چې کابل ښاریانو د سون توکو له لوړو بیو څخه شکایت وکړ.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا