خبرونهاقتصادTOP

کابل ښاروالۍ په تېر يو کال کې ٣ ميليارده ٦٥ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي

 کابل، د زمري٢٣ مه، باختر

کابل ښاروال مولوي عبدالرشيد نن ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وويل چې دغه بنسټ په  تېر يو کال  کې له خپلو عايداتي سرچينو څخه ٣ ميليارده او ٦٥ ميليونه افغانۍ  تر لاسه کړي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛  په دې پروګرام  کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې جوړ شوی و، کابل ښاروال په تېر يو کال کې د دغه بنسټ د کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي وويل چې د اسلامي امارت له بريا وروسته  تر اوسه پورې کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې  زيات فعاليتونه  ترسره کړي دي چې له دې جملې څخه یې په لسګونو بېلابېلې پروژې  بشپړې کړي او يو شمېر نورې پروژې ترکار لاندې دي.

کابل ښاروال وويل چې څه د پاسه زرعامه ملکيتونه د غاصبانو له منګولو څخه بېرته اخيستل شوي او په دغو سيمو کې د کابل ښاروالۍ پروګرامونه تطبيق شوي دي.

هغه زياته کړه چې د ښاري نظم د تامينولو په مقصد ګرځنده پلورونکو ته غيرمتحرکې  کراچۍ جوړې او پرې وېشل شوي او له بېلابېلو سيمو څخه څه د پاسه  ٣٨٠ زره متريک ټنه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ته لېږدول شوي دي.

کابل ښاروال زياته کړه چې کابل ښاريانو ته د آسانتياوو برابرولو په مقصد د کابل ښاروالي ښاري بسونو په فعاليت پيل کړى او د کابل ښار د سمسورتيا په موخه په زرګونو نيالګي او د ګلانو بوټې په پارکونو او شنو ساحو کې اېښودل شوي او خړوبولو ته يې هم پاملرنه شوې ده او دغه راز د کابل ښار د ښکلا په خاطر په څلور لارو کې ښکلي څلې جوړې شوي دي.

په همدې ترتيب په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د پلان، پاليسۍ، څارنې او ارزونې رئيس محمد آصف جلال زى هم په خپلو خبرو کې په تېر يو کال کې د کابل ښاروالۍ  د کارونو رپوټ  په تفصيل سره بيان کړ.

هغه د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې  د سړکونو جوړولو، عمراني پروژو، پلان جوړونې، پرمختيايي پلان،  اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ  او د ښه کيفيت په پام کې نيولو سره د پروژو د تطبيقولو د مديريت په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل.

هغه دغه راز وويل چې د کابل خلکو د ستونزو د ښې څيړنې په موخه د کابل ښاروالۍ مشرتابه په اوونۍ کې دوې ورځې له خلکو سره  د کتنې لپاره ځانګړې کړې دي.

نوموړي ټينګار وکړ چې کابل ښاروالۍ د خپلو پروګرامونو او پروژو په تطبيقولو کې  د خلکو همکارۍ ته اړتيا لري.

د پروګرام په وروستۍ  برخه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت الله بارکزي او محمد آصف جلال زي د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل .

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا