ټولنه

د افغانستان په شمال کې له زرګونو بې وزلو کورنيو سره د ګډوالو په چاروکې دملګروملتو د سازمان مرسته

کابل باختر دليندي اته ويشتمه :
دکډوالو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان عالي کميشنرۍ د افغانستان په شمال کې په زرګونو بې وزلو کورنيو دمرستې د ويش بهير پيل کړ.
په دې پړاوکې به دافغانستان دشمال په نهو ولايتونوکې په څه ناڅه پنځه زره اړو کورنيو خوراکي توکي او ژمنې جامې وويشل شي.
  دافغانستان په شمال کې د ګډوالوپه چاروکې د ملګروملتو د سازمان دکميشنرۍ  ويندوى فهيم همدردباخترآژانس ته وويل چې په دې پرګرام کې به په هرې کورنۍ يوه لازمه اندازه خوراکي توکي او ژمنې جامې وويشل شي.
دهمدرددڅرګندونوله مخې هيواد دشمال په څلورو ولايتونوکې ددغومرستودويش بهير دوام لري او دشمال نورو ولايتونو ته دمرستې دموادو دليږدونې په باب کار پيل شوى دى .
داپه داسې حال کې ده چې د ژمي په موسم کې په افغانستان کې په زرګونو بې وزلې کورنۍ د خوراکي توکو د برابرولو د غم ترڅنګ د سړښت په نامه له نورو ستونزو سره مخامخ کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته