امنیت

دوسله والو طالبانو له شتون څخه دروزګان ولايت دځينوسيمو پاکول

-کابل باختر دلړم ديارلسمه
په روزګان ولايت کې  د ډار اچونې ضد پوځي عمليات په خپل قوت سره دوام لري .
دغه عمليات د ملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت دسلګونو تنه پوځيانو او دکوماندو دځواکونو په ګډون  له هغه وروسته پيل شول چې پوځيانو  دروزګان ولايت په ځينو سيمو  او دترينکوټ په ښار  په بريدونوسره  ځينې سيمې ونيولې .
  درارسيدلو خبرونو له مخې :  پوځيان  په څو وروستيو ورځو کې  په دې بريالي شوي دي چې  له لاسه وتلې ساحې  له طالبانو څخه بيرته ونيسي  او دغې ډلې ته دسردروند زيان واړوي .
  دکوماندو دځواکونو يوه ويانددباختراژانس خبريال ته وويل  چې پوځيانو  په ترينکوټ ښار او دروزګان ولايت په ځينو نورو سيمو کې  په لسګونو  ساحې  دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي او دغه راز خپل پرمختګ ته دوام ورکوي .
ده وويل : دڅو وروستيو ورځو  په نښتو کې  کابو  سل تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او څه ناڅه دوه سوه تنه نور ټپيان شوي دي
  په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې نهه تنه وسله وال طالبان دروزګان ولايت دمرکز ترينکوټ ښار په  لويه لاره کې وژل شوي دي
دغه طالبان کله يې چې غوښتل  دکوومکي ځواکونو دسپرلي په کاروان بريد وکړي  ددوى له خوا پرې ډزې وشوې .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو او ملکي وګړو ته  زيان نه دى اوښتى
ديوبل خبر له مخې ،  دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان په روزګان ولايت کې ووژل شول
  په دغو طالبانو نن سهار کله يې چې غوښتل  دچارچينوولسوالۍ په سړک کې ماين ښخ کړي  دپوځيانو له خوا بريد وشو . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته