خبرونهټولنه

کابل ښاروالۍ: ښاریان دې د خوراکي توکو پېر پر مهال تاریخ ته جدي پاملرنه وکړي

کابل، د زمري ۱۷ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ د کنټرول او څارنې پلاوي د کابل ښار په یو شمېر پلورنځیو کې د خوراکي توکو کیفیت او د تاریخ څرنګوالي  وڅېړه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ښاریانو د روغتیا د تضمین لپاره؛ د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست د کنټرول او څارنې پلاوی د کابل ښار په یو شمېر، بازارونو او د خوراکي توکو په پلورنځیو کې د خوراکي او روغتیايي توکو د کیفیت او تاریخ  څرنګوالی وڅېړه.

دغه پلاوي له ښاريانو څخه وغوښتل چې د خوراکي او روغتيايي توکو د پلور په وخت کې تاریخ او کيفيت ته پاملرنه وکړي.

د دغه پلاوی د څرګندونو له مخې، د کابل ښار په نورو ساحو کې د خوراکي او روغتیايي توکو د څارنې بهیر دوام لري.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا