ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې نهه تنه ووژل شول

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٦ :
په هلمند ولايت کې پرون   ديوې  ترافيکي پيښې له امله  نهه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو.
دهلمند دوالي وياند  عمر ځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه پيښه  دهلمند ولايت په نهرسراج سيمه کې  رامنځته شوې ده.
دځواک دڅرګندونوله مخې ؛ ددغې پيښې په قربانيانو کې  ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ځواک زياته کړه دغه پيښه  هغه وخت رامنځته شوه  چې يو سراچه ډوله موټر  د زيات  ګړنديتوب له امله دقندهار _ هلمند  په لويه لاره کې  له يو ټيلري موټر سره ټکر وکړ.
خبرځاى زياته کړه ؛    د واټ  دسور کموالى  ، دترافيکو نښو نشتوالى او د چلوونکو  زيات ګړنديتوب  په لويو لارو کې تل  ددغه شان پيښو سبب کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته