سیاست

فيضي: امريکا بايد له بګرامه د خوشې شويو پاکستاني بنديانو په اړه وضاحت ورکړي

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١ :
د افغانستان حکومت له امريکا څخه وغوښتل چې له بګرام زندان څخه د خوشې شويو پاکستانيانو په اړه دوى ته وضاحت ورکړي  .
تېره ورځ يو شمېر رسنيو خبر ورکړ چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ له بګرام زندان څخه نهه پاکستانيان خوشې کړي او داسې ويل کيږي چې شاوخوا ١٥نور پاکستاني بنديان اوس هم له بهرنيو ځواکونو سره په بند کې دي 
د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د وږي په لومړۍ نېټه له پژواک آژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د افغانستان حکومت له امريکا څخه غواړي چې د بګرام له زندان څخه د خوشې شويو پاکستانيانو په اړه وضاحت ورکړي .
ده وويل چې بايد دا په ډاګه شي چې دغه پاکستانيان چېرته نيول شوي وو او څنګه تر بګرام زندان پورې انتقال شول او ولې اوس خوشې شول؟
فيضي زياته کړه چې ددغو بنديانو د دوسيو د څېړلو په اړه دې هم وضاحت ورکړ شي چې چا يې دوسيې څېړلې او په کومو شرايطو او ډول له محکمې ‍پرته خوشې شول.
د نوموړي په خبره چې اوس امريکا څه ضمانت افغانستان ته ورکوي، چې دغه خوشې کړي پاکستاني بنديان به بيا د افغانستان په نا امنيو کې برخه نه اخلي او د جنګ رهبري به نه کوي ؟
  د افغانستان حکومت په داسې حال کې له بګرام زندان څخه د امريکايانو له لوري د پاکستاني بنديانو پرخوشې کولو نيوکه کوي چې په دې وروستيوکې په هېواد کې نا امنيو زور اخيستى او ويل کيږي چې د دغو نا امنيو تر شا د افغان حکومت له لوري له بګرام زندان څخه د خوشې شويو طالبانو لاس دى او ډيرې خوشې شوي طالبان بېرته د وسله والو له ليکو سره يوځاى شوي دي.
په ٢٠١٣م کال کې افغان حکومت له بهرنيو ځواکونو څخه د بګرام زندان مسووليت واخيست، خو د بهرنيو بنديانو د ساتلو مسووليت په خپله بهرنيو ځواکونو پرغاړه واخيست  خو فيضي هم دا تاييدوي چې په هېواد کې د دويم پړاو له ټاکنو وروسته نا امنيو زور اخيستى او يو شمېر سيمې نا امنه شوې دي .
ده زياته کړه چې د پاکستان په ګډون يو شمېر بهرنۍ استخبارتي ګړۍ هڅه کوي چې د افغانستان يو شمېر سیمې نا امنه شي او يا سقوط ورکړي.
ده وويل چې دا تبلیغات په دې موخه کيږي چې راتلوونکى حکومت دې ته اړ شي چې يوځل بيا بهرنيو ته د بمباریو او د يو شمېر افغانانو د نيولو او بندي کولو زمينه مساعده شي او زندانونه بيا له افغانانو ډک شي.
د جمهوري ریاست ویاند وویل: لکه څنګه چې د هېواد جمهوررئیس پخوا هم ویلي و چې ډیری بیګناه افغانان په بګرام کې د امریکا لخوا بندیان شوي، بګرام د طالب جوړولو په یوه فابریکه بدل شوی و.
ایمل فیضي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د یو میکانیزم په واسطه یوازې بیګناه افغانان خوشي کړي، مجرمین اوس هم بندیان دي.
فیضي څرګنده کړه چې د پاکستانیانو خوشې کېدل په دې مهم دي چې د محاکمې مسئله یې چاته معلومه نه ده او اوس د فعلي جنګونو رهبري په افغانستان کې پاکستانیان کوي چې څرګنده بیلګه یې د هلمند په وروستیو جګړوکې د هغوی حضور و.
فيضي همدا راز د افغان امنيتي ځواکونو په زړورتيا ډاډ څرګند کړ او ويې ويل چې افغان امنيتي ځواکونه د دې وړتيا لري چې د هېواد له هرې لوېشت ځمکې څخه د خپل سر په بيه دفاع وکړي او ويې ساتي .
ده وويل: (( هره ورځ زموږ زړور امنيتي ځواکونه د هېواد د ساتنې په موخه قرباني ورکوي چې دا د دوى ميړانې او له خاورې سره د مينې درلودو څرګندونه کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته