سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دترکيې جمهوريت له هيئت سره وکتل .

کابل باختر د وري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  حکمت خليل کرزي  نن دترکيې جمهوريت دبهرنيوچارو و زارت دجنوبي اسيا دچارو درييس فضل چورمان  په مشرۍ  ددغه هېواد له هيئت سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دبهرنيوچارو وزارت سرپرست له ترکيې جمهوريت سره دافغانستان تاريخي او فرهنګي  اړيکو ته په پاملرنې  سره  په سيمه ئيزو سياسي اواقتصادي  بهيرونوکې دترکيې رول مهم وباله .
دترکيې جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت دجنوبي اسيا دچارو رييس دافغانستان په مشرۍ دسولې دبهير دترسره کولو او داړيکو دثبات  او تينګښت په مقصد  افغانستان ته د پاکستان  داسلامي جمهوريت  دصدراعظم وروستۍ  سفر اغيزمن وباله او په نږدې  راتلونکې کې کابل ته دترکيې  دصدراعظم  دسفر په باب هم  معلومات وړاندې  کړل .
  په دې لټه کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ ددوه اړخيزو  اړيکو د پراختيا او دغه راز داستانبول  بهير ترچتر لاندې د سيمه ئيزو همکاريو دپراختيا په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته