سیاست

فرانسه تر ٢٠٢٢ م کال پورې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په افغانستان کې د فرانسې نوي سفير فرانسوا ريشيه نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال محمدمحقق سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د امنيتي حالاتو، بيا جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاريو په باب خبرې وکړې.
د اجراييه رياست مرستيال د بياجوړولو، حکومتوالۍ، له تروريزم سره د مبارزې او د ښوونې او روزنې په برخوکې له افغانستان سره د فرانسې د دولت او خلکو د همکاريو له امله قدرداني وکړه .
محقق د هېواد امنيتي حالاتو ته په اشارې سره وويل: سره له دې چې د افغانستان اردو او پوليس پوره تجربه نه لري؛ خو بيا هم له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته ورځ په ورځ زياتيدونکي امنيتي ګواښونه په برياليتوب سره له منځه وړي او تروريستان ځپي.
د اجراييه رياست مرستيال د بې سوادۍ د له منځه وړلو په لاره کې د سراسري پيوستون په باره کې د جمهوري رياست حکم ته په اشارې سره وويل: دغه طرحه د دوستو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري چې وکولاى شي افغانستان د بې سوادۍ د له منځه وړلو په لاره کې اغيزمن ګامونه واخلي او موږ دغه راز په دې برخه کې د نړيوالو ګډو هڅو غوښتنه کوو .
د فرانسې سفيرهم تروريزم نړيواله ستونزه وبلله او په پاريس کې د تېرکال بريدونو ته په پاملرنې سره يې وويل: فرانسه هم د تروريزم او بنسټپالنې يوه قرباني ده .
د فرانسې سفير ټينګار وکړ چې له تروريزم او بنسټپالنې سره مبارزه د نړيوالې ټولنې ګډو هڅو او همکاريو ته اړتيا لري.
د فرانسې سفير په تعليمي او فرهنګي برخوکې له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په راتلوونکې کې له پنځه کلن پلان سره سم د فرانسې همکارۍ په پام کې نيول شوي دي چې له ٢٠١٧ هم کال څخه تر ٢٠٢٢ کال پورې دوام مومي .
فرانسوا ريشيه وويل چې د روغتيا، حکومتوالۍ او فرهنګي برخو په ګډون له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې به په ټولو اړتيا وړ برخوکې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته