سیاست

جمهور رئیس غني د ۳۴ ولایتونو له والیانو، د عالمانو او د ولایتي شوراګانو له رئیسانو سره د عمومي وضعیت او راتلوونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني  نن سهار  توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له والیانو، د عالمانو  او د ولایتي شوراګانو له رئیسانو سره د هېواد د عمومي وضعیت په ځانګړي ډول وروستیو جریانونو او راتلوونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني په بېلابېلو ولایتونو کې د دښمن د وروستیو بریدونو شهیدانو ته د دعا ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل. هغه وویل، د وضعیت د لا ښه کنټرول په موخه هر سهار او ماښام د اعلی سر قوماندانۍ په غونډو کې د امنیتي سکتور د مسوولینو چارې او همغږۍ تعقیبېږي.
جمهور رئیس وویل، مسوولینو ته یې داخلي بې ځایه شویو سره د مرستې په موخه لارښوونې کړي او د اضطرار کمېټې د پرونۍ غونډې د پرېکړې له مخې په لومړي ګام کې له بې ځایه شویو سره مرسته کېږي، په دویم ګام کې د وضعیت له عادي کېدو وروسته خپلو ځایونو ته ستنېږي او په دریم پړاو کې په زیانمنو شویو ولایتونو کې انکشافي پروژې تطبیقېږي.
د هېواد جمهور رئیس د دغو پروژو د تطبیق په برخه کې د ولایتي شورا، عالمانو، مدني بنسټونو او ولسونو همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، د دغو انکشافي پروژو له تطبیق سره به خلکو ته د کار زمینه برابره او د ژوند اسانتیاوې زیاتې شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، دا د حکومت اساسي موخه او زموږ ایماني او وجداني دنده ده چې د بې وزله او ناچاره خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راولو. هغه همدارنګه د انرژۍ د تولید په برخه کې د خصوصي سکتور پانګونې ته په اشارې والیانو ته لارښوونه وکړه، چې په اړوندو ولایتونو کې واړه، منځني او لوی پانګه وال په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته وهڅوي. 
جمهور رئیس وویل، د نړۍ نور هېوادونه هم له  بین المللي ټولنې څخه د مرستو ترلاسه کولو په برخه کې سیالي لري، مګر افغانستان د ښه مدیریت، برنامو او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او قربانیو له برکته وتوانېد چې له بین المللي شریکانو څخه د ۱۵،۲ میلیارد ډالرو مرستې ترلاسه کړي.
جمهور رئیس غني د دغو مرستو د موثر لګولو، د اداري فساد ضد مبارزې، د سولې د تامین، اساسي اصلاحاتو او نورو برخو کې د ولایتي شوراګانو، دیني عالمانو، ولسونو، مدني ټولنو او د ټولنې د ټولو اقشارو رول، مرسته او ملاتړ مهم وباله او له والیانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې ولسي همغږي او اجماع رامنځته کړي.
محمد اشرف غني وویل، حکومت له فساد سره مبارزې او اصلاحاتو ته ژمن  او سیاسي اراده لري چې په همدې موخه د اداري اصلاحاتو عالي شورا او له  فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه، په کورنیو چارو وزارت کې د بډو په اخیستلو د نیول شوي جنرال دوسیه تر څېړنې لاندې ده.
هغه فساد سره د مبارزې او د اصلاحاتوپه برخه کې ولسي همغږي، ملاتړ او اجماع حتمي او مهمه وبلله او په ټینګار یې وویل، په دې برخه کې سیاسي او سلیقوي چلند نه کېږي، بلکې د اصلاحاتو پروسه په شفافه او دوامداره توګه د اساسي قانون د حکمونو مطابق ترسره کېږي.
جمهور رئیس وویل، د افغانستان دښمنان غواړي په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې له افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې د بین المللي شریکانو ژمنې او همدارنګه د دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې بریالي بین الافغاني مذاکرات تر پوښتنې لاندې راولي، مګر د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه او زړورتیا د دوی پر وړاندې جنګېږي.
جمهور رئیس غني ولایتي شوراګانو څخه وغوښتل چې د تل په څېر د خپلو مېړنیو ځواکونو تر شا ودرېږي، د دښمن د تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي او د هغو څرګندونو مخنیوی وکړي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عالي مورال بد اغېز لري او د خلکو اذهان مغشوشوي.
محمد اشرف غني له عالمانو او د ولایتي شوراګانو له استازو وغوښتل چې په ولسونو کې باید همغږي ایجاد او عامه پوهاوی زیات کړي، تر څو د دښمنانو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانشي.
جمهور رئیس وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او مبارزې ته په اشارې وویل، حکومت د دوی اعاشې، باکیفیته درملنې، تمویل او تجهیز ته پوره پاملرنه کړې، ځکه دا د هېواد صادق بچیان دي چې هره ورځ دهېواد او خلکو د دفاع په لاره کې په مېړانه قرباني ورکوي.
جمهور رئیس غني وویل، حکومت د ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی، د غوراوي کمېټه جوړه شوې او د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کمشران به هم د شفافې پروسې له لارې وټاکل شي.
جمهور رئیس په دغه ویډیو کنفرانس کې له هغوی څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي شکل د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له لارې جمهوري ریاست ته وسپاري او په راتلوونکې غونډو کې به بحث پرې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته