
کابل، د وري ۲۳مه، باختر
د کابل ښاروالۍ له دغه ښار څخه د سړکونو او لښتیو د تخریب د مخنیوي په موخه ګرځنده موټر مینځونکي د راټولو خبر ورکړی دی.
دغه ښاروالۍ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې یو شمېر کسانو په ناقانونه توګه د سړک تر غاړو د موټرو مینځلو ګرځنده ماشینونه فعال کړي، چې د سړکونو او لښتیو د ژر ویجاړېدو سبب ګرځېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښاروالۍ د عامه تاسيساتو د تخریب په تړاو د دغو موټر وینځلو فعالیت غیر قانوني بولي او د مخنیوي په لټه کې یې دی.
د ښاروالۍ مسوولینو دغه راز له ښاريانو او امنيتي بنسټونو څخه غوښتي، چې د عامه تاسيساتو د ټينګښت په خاطر په دې برخه کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
لمر