خبرونهامنیت

کابل کې درې تنه د غلا په تور ونیول شول

 کابل، زمري۱۵مه، باختر

د کابل امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یې درې تنه د غلا په تور نیولي دي.

د کابل ښار د لسمې امنیتې حوزې آمر مولوي شاکر په خبره دغه درې تنه چې له خلکو څخه به یې پیسې او قیمتي شیان غلا کول له یو میل تومانچې او یو عراده کرولا ډوله موټر سره یو ځای د تایمني سابقه په سیمه کې د غلا پر مهال لاس په لاس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.

د شاکر په خبره د نیول شوو کسانو دوسيې یې تکمیل کړي او ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې خپل جرمونه منلي دي.

د یادولو وړ ده چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم لسګونه کسان غلا په تور نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو درې کسان د کابل په نړیوال هېوايي ډګر کې د ۱۴ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور نیولي دي.

ع.ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا