
کابل، د غوایي ۱۲مه، باختر
د افغاني سرې میاشتې ټولنې کابل کې یوه داخلي روغتون ته د درملنې په موخه د سوري زړه په ناروغۍ اخته د ۱۹ نورو ماشومانو د ورپېژندلو خبر ورکړی دی.
افغاني سرې میاشتې نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۹ نور ماشومان پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملياتو په موخه یوه داخلي روغتون ته ور وپېژندل شول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې افغاني سرې میاشتې تېرو ۹ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۹۷۹ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته د درملنې او عملياتو په موخه ورپېژندلي، چې د درملنې ټول لګښت يې د افغاني سرې مياشتې له لوري ورکړل شوی دی.
هېره دې نه وي، چې پرون هم افغاني سرې میاشتې ۱۵ د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه یوه روغتون ته ورپېژندلي وو.
لمر