سیاست

دامريکا ددفاع وزير : دامنيتي مسووليتونو ليږدول او دځواکونو وتل له يوبل سره توپيرلري

کابل باختردکب دمياشتې ٢٤ :

دامريکا ددفاع وزير وايي امريکا به ترهغه وخته پوري په افغانستان کي  پاتي شي چې ددغه هيواد خلک دهغو دشتون غوښتنه ولري .

ليون پنيتا دغه څرگندونې دهلمند له والي ګلاب منګل سره په کتنه کې وکړي  .

ليون پنيتا  نن په ناڅاپي توګه  هلمندته ورسيد.

دباختراژانس دخبرله مخي   ګلاب منګل  دهلمند دشورابک په پوځي مرکز کې دامريکا ددفاع له وزيرسره وکتل .

منګل په دې کتنه کې په دې ترڅ کې  چې له  افغانستان سره دامريکا مرستي اوپه مشخصه توګه دهلمند دبيارغاونې په برخه کې ګټوري وبللي او دامريکا ددفاع له وزير څخه يې وغوښتل چې په هلمند کېي له  امنيتي مرکزونو سره مرسته وکړي چې له  ګاونډي هيواد سره ددغه ولايت پوله ښه کنترول شي او دغه راز له نشه يي توکو سره دمبارزي په لاره کي جدي پروګرامونه ترلاسه لاندي ونيول شي .

دامريکا ددفاع وزير په هلمند کې  دښه حکومت والې  وستايله  .

ده څرگنده کړه چې دامنيتي  مسووليتونو ليږدونه اودځواکونو وتل له يوبل  سره توپير لري او زموږ ځواکونه به تر هغه وخته پوري په افغانستان کې پاتي  شي چې دافغانستان خلک دهغو دشتون غوښتنه ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته