امنیت

دکورنيو چارو وزارت دخاصو قطعاتو دنوي ودانۍ پرانستل .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
ددريو مليونوامريکايي ډالرو په ارزښت دميدان وردګو په ولايت کې دکورنيو چارووزارت دخاصو قطعاتو دلوى قوماندانۍ نوي ودانۍ نن پرانستل شوه .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دغومراسمو کې دميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياني دامريکا دمتحده ايالاتو ددولت اوخلکو دمرستې له امله دمنننې دڅرګندونو په ترڅ کې  ددغې ودانۍ پرانستل دخاصو قطعاتو دلوى قوماندانۍ دمنسوبينو دځواکمنۍ او وړتيا د لوړولو په لاره کې  يو بل ګام وباله او ويې ويل  چې دکورنيو  چارو وزارت دخاصو قطعاتو منسوبينو دنوروامنيتي ځواکونو تر څنګ دجمهوري رياست او دولايتي شورا ګانو دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو په لاره کې  هيڅ راز هلې ځلې نه دى سپمولې .
په همدې حال کې  دکورنيو چارووزارت دخاصوقطعاتو لوى قوماندان پاسوال اسد الله شيرزاد خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دامريکا متحده ايالاتو په تيروڅه دپاسه دولسوکلونو  کې په بيلابيلو برخوکې له ملي پوليسو سره مرسته اوهمکاري کړې ده . 
دميدان وردګو ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال لطف الله درياب په دغو  مراسموکې يوبل وينا وال و چې دخاصو قطعاتو او دامنيتي پوليسو دځواکونو د همغږۍ  په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته