خبرونهټولنهTOP

کابل کې د ګاز نيونې له کبله د ۴ ماشومانو په ګډون ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
امنيتي مسوولينو په پلازمېنه کابل کې د ګازې بخارۍ د ګاز نيونې له کبله د يوې کورنۍ د ۶ غړو د مړينې خبر ورکړی دی.
د کابل امنيې قوماندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه پېښه تېره شپه د ۴مې امنیتي حوزې اړوند په تایمني سيمه کې را منځته شوې ده.
د خبر پاڼې د مالوماتو پر بنسټ د دغې پېښې په قربانیانو کې د يوې کورنۍ ۴ ماشومان او ۲ ښځې شاملې دي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د غزني په د مرکز قلعه قدم په سيمه کې هم د ډبرو سکرو د بخارۍ د ګاز نيونې له کبله د يوې کورنۍ ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا