خبرونهاقتصاد

کابل کې د ۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت یو سړک د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د لړم۴ مه، باختر

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښار د شلمې ناحیې په ملا بابا سیمه کې یې د ۲۶۷۷ متره سړک د رغولو چارې پیل کړې دي.

د ودانیزو چارو او ښاري ترانسپورټ مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر باختر آژانس ته وویل، چې دغه سړک د ۶ متره پراخوالي په لرلو سره د ۲۹ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې چارې به یې د دوه میاشتو په موده کې بشپړې شي.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د ښار په کچه یې د سړک جوړونې نوې پروژې پلان کړې دي، چې د عملي کولو چارې به یې یو په بل پسې پیل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا