(PS)خبرونه(PS)ټولنه

کابل کې پر ۶۱۰ کورنيو مرستې ووېشل شوې

کابل، د سلواغې ۲، باختر

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو نړېوال سازمان استازولۍ له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ او د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ پر اړمنو او سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

د افغاني سرې مياشتې وياند عرفان الله شرفزوی وايي چې په نننۍ مرسته کې د کابل په قلعه فتح الله سیمه کې پر ۶۱۰ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه.

په یاده مرسته کې ۶۱۰ د خوراکي توکو بستې شاملې دي، چې هره بسته یې ۶۲ کیلو وزن لري.

د اسلامي همکاریو سازمان استازولۍ ویلي چې یاده مرسته به د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د یوه کال په اوږدو کې ۴۷ زره ۴۰۰ کورنیو ته ووېشل شي.

سرچینې زیاته کړې چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۴۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو وریجې، ۵ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۵ لېټره غوړي او دوه کیلو خرما ووېشل شوه.

دا په داسې حال کې چې پرون هم د یادې ټولنې لخوا پر ۵۰۰ اړمنو کورنیو مرسته وېشل شوې وه.

صديقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا