خبرونهاقتصادټولنهTOP

‏کابل کې په ټېټه بیه ښاریانو ته د ډبرو سکرو وېش پیل شو

کابل، د لېندۍ ۴ مه، باختر
کابل ښاریانو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت د هلوځلو په پایله کې نن په ټیټه بیه کابل ښارکې د ډبروسکرو د وېش لړۍ پیل شوه.
‏ټاکل شوې چې په لومړي سرکې د ډبرو دغه سکاره د پلچرخي له زېرمې څخه هغو ځایونو ته ولیږدول شي کوم چې له پخوا څخه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ښاریانو ته د ډبرو سکرو د وېش په موخه ټاکل شوي دي.
‏د نهمې ناحیې رییس محمدحامد امیري وايي چې (۸) قراردادي شرکتونو ته دنده ورکړل شوې چې د ښاریانو د اړتیا وړ سکاره ټاکل شویو ځایونوته ولېږدوي.
‏په خبره یې، د کابل ښار د هرې ناحیې اوسېدونکي کولای شي د وېش له نږدې ځای څخه خپل د اړتیا وړ ‏سکاره د ټاکل شوې بیې په بدل کې ترلاسه کړي.
امیري زیاتوي چې ‏د کابل ښاروالۍ د مارکیټونو د تنظیم ریاست کارکوونکي له ګذر وکیلانو سره په همغږۍ کې، ښاریانو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه، د وېش له دغې لړۍ څخه په دوامداره توګه څارنه کوي.
‏د کابل ښاروالۍ مشرتابه پلاوي له احتکار او ټاکل شوې ‏بیې څخه په لوړه بیه د پلورلو د مخنیوي په موخه، یوه کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به یې د ډبرو سکرو د وېشلو څرنګوالي څخه څارنه کېږي.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا