نړۍ

په کشميرکې دهند داردو په اډې دپوځي مليشو بريد

نوى ډيلى ايرنا  باختردتلې د مياشتې  ١٢  :
د هند ددفاع وزارت وياند اعلام وکړ چې دکشمير په شمال کې دهند داردو په اډې دپوځي مليشو د نن سهار په بريد کې يو سرتيرى ووژل شو او دوه  پوځي مليشې ووژلې شوې.
دايرنا دخبري سايټ دخبرله مخې :  په دې بريد کې  پوځي مليشو دکشمير په
بارام الله کې دهند  داردو په دوو اډو  په ډزو   او دلاسي بمونوپه غورځولو اقدام وکړ.
دهند اردو په يوه وينا کې اعلام وکړ  چې  په بارام الله کې  دهند داردو په اډو بريد دامنيتي ځواکونو په هوښيارۍ سره شنډ کړاى شو او حالات ترکنترول لاندې دي.
دهند دکورنيو چارو وزير راجنات سنګهه هم  له امنيتي او اطلاعاتي مقاماتو سره  دبيړنۍ  غونډې په  جوړولو سره دسيمې وروستي  حالات و څيړل .
دهند اردو  دتيرې  چهارشنبې په ورځ   دهند دکشمير په اوري ناحيه کې ددغه  هېواد  داردو په اډې دپوځي مليشو دبريد په ځواب کې  چې داتلسو تنو دسرتيرو او د څوتنو پوځي مليشو دوژل کيدو  سبب شو ، دپاکستان دخاورې په درې کيلومترۍ واټن کې دپوځي مليشو په اډې  بريد وکړ.
په دې بريد کې دهندي مقاماتو دڅرګندونوله مخې  څه ناڅه  ٣٥ تنه پوځي مليشې  او ٩ تنه پاکستاني پوځيان ووژل شول.
پاکستان ديوې خبرتيا په صادرولوسره دهند د اردو  دغه ادعا رد کړې ده.
په وينا کې ويل شوي دي چې بريد  په شاتمبول شوى  او حالات تر کنترول لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته