ټولنه

دڅو پروژو په پرانستلو سره دوکانونه ، کورونه او کرنيزې ځمکې خوندي شوې.

کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٤
د اوبو دڅپانده کيدو په فصل کې دخلکو سر او مالونه خوندي شول .
د اوبو لګولو په دغو سترو پروژو کې ديو اعشاريه نهه کيلومترو په اوږدوالي د يکاولنګ سيند په غاړه داستنادي ديوال ، دموټرو دتګ راتګ ديوه پله ، د پليو لارو د دوپلونو او ديکاولنګ دبازار داوبو دبندجوړول شامل دي
دباميانو ولايت د اوبو د تنظيم رييس دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې دنړۍ دکرنې او خوړو دسازمان له خوا ديو اعشاريه اتو مليونو ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه دباميانو والي محمد طاهر زهير ته افغانستان کې دملګرو ملتو دسازمان دکرنې او خوړو دسازمان رييس ، دباميانو دولايتي شورا رييس، دانرژى او اوبو دوزارت استازي ،دکابل د سمندري حوزې لوى رييس او د اوبو د تنظيم ، داقصاد او دفوايد عامې رييسانو ګډون کړى و، دباميانو والي ددغو پروژو له تمويلوونکو او په تيره بيا دجاپان له هيواد څخه دمننې په ترڅ کې دغه پروژې ديکاولنګ دخلکو مهمه اړتيا وبلله او ويې ويل اوس د اوبو دڅپانده کيدو په وخت کې دوکانونه ،کورونه او کرنيزې ځمکې خوندي شوې دي او دغه راز ددغې ولسوالۍ دخلکو دتګ راتګ ستونزې هم لرې شوې دي .
په پاى کې دباميانو والي د انرژى او اوبو له وزارت څخه وغوښتل چې دبريښنا په برخه کې دباميانو دخلکو د اړتياو دلرې کولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته